افغانستان

ننګرهار کې ۱۸ ټنه زیتوني اچار په ۳.۲ میلیونه افغانۍ وپلورل شول

د طالبانو تر واک لاندې د ننګرهار وادې کرنیز شرکت مسوولینو اعلان وايي چې د دغه شرکت اړوند د زیتونو پروسس فابریکې ۱۸ ټنه ګډ زیتوني اچار د یوې علني داوطلبۍ له لارې پر یوه کورني شرکت وپلورل.

په دغه داوطلبۍ کې چې ۱۲ سوداګریزو شرکتونو په کې ګډون کړی و، “خالد فیضان شرکت” د لوړ نرخ (فی کیلو ۱۸۱ افغانۍ) په وړاندې کولو سره ګټونکی وپېژندل شو. د دغه تړون مجموعي ارزښت ۳ میلیونه او ۲۵۸ زره افغانۍ ښودل شوی دی.

د ننګرهار وادې کرنیز شرکت د معلوماتو له مخې، په دغو تولید شویو اچارو کې د زیتونو دانې، د زیتون تېل، لیمو، آم، هوږه، سره مرچ، ګازرې او نور طبیعي مصالحې کارول شوي دي.

د فابریکې مسوولین ټینګار کوي چې دغه محصولات د روغتیايي معیارونو او نړیوال کیفیت له مخې پروسس شوي او بازار ته د وړاندې کولو لپاره چمتو دي.

د ننګرهار د زیتونو پروژه چې د افغانستان یو له سترو کرنیزو او صنعتي بنسټونو څخه ده، په ۱۳۴۰ لسیزه کې د ننګرهار کانال د رامنځته کېدو پر مهال د شوروي اتحاد په تخنیکي مرسته پیل شوه.

د دغې پروژې په چوکاټ کې د ننګرهار په بېلابېلو فارمونو کې په زرګونو هکتاره ځمکه د زیتونو باغونه وکرل شول. ورسره سم په جلال‌اباد ښار کې د زیتونو د پروسس فابریکه تاسیس شوه چې د زیتون تېل او اچار په کې تولیدېدل.

د ننګرهار زیتونو فابریکه په تېرو لسیزو کې د جګړو او تخنیکي ستونزو له امله د تولید له پلوه له ځوړ سره مخ وه، خو په وروستیو کلونو کې د ننګرهار وادې کرنیز شرکت تر مدیریت لاندې یې یو ځل بیا د تولید کچه لوړه شوې ده.

اوسمهال دغه فابریکه د هېواد په کچه د زیتونو د پروسس یوازینۍ لویه سرچینه ده چې محصولات یې په کورني بازار کې د بهرنیو وارداتي توکو پر وړاندې د پام وړ تقاضا لري.