د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د سلواغی ۱۷ – د ۸ بجو خبرونه

د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌آباد کې، په یوه جومات کې د ځانمرګي برید له امله، شا او خوا ۳۱ لمونځ کوونکي وژل شوې دي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې په دې برید کې ۱۶۹ نور لمونځ کوونکي ټپيان شوې دي، خو د مرګ‌ژوبلې د لوړېدو احتمال هم شته. د راپورونو له مخې، دا برید پر یوه شیعه جومات شوی او تر اوسه کومې ډلې یې مسوولیت نه دی منلی.