د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ځانګړې ناسته کې، چې نړۍ او سیمې ته د داعش د ګواښونو په اړه جوړه شوې وه، یو شمېر هېوادونو خبرداری ورکړ، چې په افغانستان کې د داعش خراسان حضور د سیمې او له سیمې ورهاخوا ټولې نړۍ ته جدي ګواښ دی.
د ناستې ګډونوالو ټینګار وکړ چې د دې ترهګرې ډلې پر ضد مبارزه، نړیوالو همغږو هڅو ته اړتیا لري.
د طالبانو ویاند، خو ذبیحالله مجاهد، د دغو امنیتي اندېښنو په غبرګون کې ادعا کړې چې افغانستان د طالبانو تر واک لاندې امن دی او د هغه په وینا «هیڅ خپلسرې ډله» پکې فعالیت نه کوي.
