افغانستان

په بلخ کې ترافیکي پېښې د څلورو کسانو ژوند واخیست

انځور- ارشیف څخه

د مزارشریف-حیرتان پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور تنه وژل شوي او یو بل ټپی دی.

په بلخ کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د دغې پېښې د تایید پر مهال ویلي، چې دا حادثه د یوه کرولا ډوله موټر او ټراکټور د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د دغې قوماندانۍ ویاند محمد عیسی وثیق ویلي، چې دا پېښه تېره شپه، د دلوې په ۱۵مه، شاوخوا ۹ بجې رامنځته شوې ده.

د هغه په وینا، د دې پېښې ټول قربانیان د کرولا موټر سپرلۍ وې.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په هېواد کې ترافیکي پېښې زیاتې شوې دي، چې له امله یې په تېرو میاشتو کې لسګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سړکونو خرابوالی، د هېواد پر لویو لارو د ترافیکي اشارو نشتوالی او د چلوونکو بې‌احتیاطي د دغو پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.