د هېواد د ۱۹ کلنو کرکټ ملي ټیم د هند پر وړاندې په ماتې منلو سره، د ۱۹ کلنو کرکټ نړیوال جام له دوام څخه حذف شو. په دې لوبه کې چې په نیمه پایلوبه (سیمي فاینل) کې ترسره شوه، هند افغانستان ته د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي دي هغه څه چې د هند په وړاندې لوبه کې یې تمه کېدله، ترلاسه نه شول.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان او بریتانیا د ۱۹ کلنو کرکټ ټیمونو ایرلنډ او نیوزیلنډ ته په ماتې ورکولو سره، د دې سیالیو نیمه پایلوبې ته خپل صعود ډاډمن کړی و.
ټاکل شوې وه هند د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ په نیمه پایلوبه کې د پاتې ځایګي ترلاسه کولو لپاره د پاکستان پر وړاندې ډګر ته ښکته شي؛ خو پاکستان د سیاسي لاملونو له امله د هند پر وړاندې له لوبې کولو تېر (انصراف) شو او په دې توګه په نیمه پایلوبه کې د هند او افغانستان لوبه ترسره شوه.
