د پاکستان د دفاع وزیر ادعا کړې چې په بلوڅستان ایالت کې د فعالو ترهګرو ډلو مشرتابه په افغانستان کې مېشت دی او له همدې هېواده ملاتړ ترې کېږي.
خواجه آصف همداراز ټینګار کړی چې افغان خاوره د بلوڅستان د ترهګرۍ د ژوندۍ ساتلو لپاره کارول کېږي او دا ډلې د هند د نیابتي ځواکونو په څېر د پاکستان پر ضد فعالیت کوي.
د پاکستان دغه لوړپوړي پوځي چارواکي همدارنګه ویلي چې ترهګرو د پاکستان د پوځ پر وړاندې له عصري امریکايي تجهیزاتو کار اخیستی دی.
خو طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
