باوري سرچینې تاییدوي چې نن دوشنبه پاکستاني پولیسو په اسلاماباد ښار کې افغان خبریال «سلیمان آرین» نیولی او له ځان سره یې بیولی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت د خبریالانو په ګډون د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو لړۍ یو ځل بیا تونده کړې ده.
د افغانستان د رسنیو د ملاتړ بنسټونو د دغه وضعیت په اړه جدي اندېښنه ښودلې او وايي چې یوازې په تېرو دوو اونیو کې دا پنځم افغان خبریال یا د رسنیو کارکوونکی دی چې په پاکستان کې د پولیسو له لوري نیول کېږي.
د رسنیو د حقونو مدافعین پر پاکستان غږ کوي چې د هغو افغان خبریالانو خوندیتوب ته پام وکړي چې د امنیتي ستونزو له امله یې هلته پناه وړې ده.
