د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د یو کور د نړېدو له امله د یوې کورنۍ څلور غړي مړه شوي دي.
په کندهار کې د طالبانو ځايي چارواکو د دغې پېښې په تایید سره ویلي، چې په مړو شویو کسانو کې یو بالغ سړی او درې ماشومان شامل دي. د طالبانو په وینا، دا پېښه د یادې ولسوالۍ په «غیبي قلاچه» کلي کې رامنځته شوې او تر اوسه یې اصلي لامل څرګند نه دی.
دا په داسې حال کې ده، چې لس ورځې وړاندې هم د دغه ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې د یو کور د نړېدو له امله شپږ ماشومان مړه شوي وو.
دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې په تېرو څو ورځو کې د هېواد یو شمېر ولایتونه د سختو واورو، بارانونو او توپانونو شاهدان وو، چې په پایله کې یې لسګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ګڼ شمېر استوګنیز کورونه زیانمن شوي دي.
تر دې وړاندې د طالبانو تر ادارې لاندې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې ویلي وو، چې په ۱۵ ولایتونو کې د وروستیو واورو او بارانونو له امله لږترلږه ۶۱ کسان مړه شوي او ۱۱۰ تنه نور ټپیان دي.
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې؛ کابل، پروان، پنجشېر، بامیان، ډایکندي، میدان وردګ، غزني، هرات، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل، بلخ، سمنګان او نورستان له زیانمنو شویو سیمو څخه دي.
طالبانو همداراز ویلي چې د دغو طبیعي پېښو په پایله کې ۴۵۸ کورونه په بشپړ یا قسمي ډول ویجاړ شوي، ۳۶۰ کورنۍ زیانمنې شوي او په سلګونو څاروي هم تلف شوي دي.
