د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د سلواغی ۱۰ – د ۸ بجو خبرونه

د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې، «ترهګرو ته د مالیه‌ورکوونکو د پیسو پر ورکړې د بندیز» لایحه تصویب کړه.

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر ویلي، دا د منلو نه ده چې د امریکا د مالیه‌ورکوونکو پیسې طالبانو ته ورکړل شي.

جیم رېش زیاتوي، دا لایحه اوس د قانون کېدو لپاره یو بل پړاو ته نږدې شوې ده. په ورته وخت کې، د جمهوري‌پال ګوند سناتور رند پاول ویلي، که دا لایحه په قانون بدله شي، هغه ۶۳۱ میلیونه ډالره چې د افغانستان د بیا رغونې لپاره ځانګړي شوي وو، بېرته به د امریکا خزانې ته ور وګرځي.