د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د سلواغی ۷ – د ۸ بجو خبرونه

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد، آمو ته تایید کړې چې له امریکایي لوري سره د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې دوام لري، خو تر اوسه کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.

هغه ټینګار کړی چې دا خبرې باید عملي پایلې ولري او د دواړو خواوو بندیان خوشې شي.

دا په داسې حال کې ده چې نیویارک ټایمز د درېیو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې طالبانو په محرمانه مذاکراتو کې له امریکایي چارواکو سره ویلي چې دوی چمتو دي دوه امریکایي بندیان « ژر تر ژره» خوشې کړي.

دغه ورځپاڼه زیاتوي چې د ټرمپ اداره ټینګار کوي چې هر ډول هوکړه باید د دریو امریکایي وګړو له خوشې کېدو سره مشروطه وي؛ هغه اختلاف چې د دې خبرو لاره یې بند کړې ده.