د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې رزمري ډيکارلو کابل ته د خپل سفر په دوام کې د طالبانو له بهرنیو او کورنیو چارو وزیرانو او همدارنګه په کابل کې د ایران د سفارت له سرپرست سره ولیدل.
طالبانو د هغې له قوله لیکلي چې راتلونکي ناستې به د دوحې د کاري ډلو په اړه په کابل کې ترسره شي.
خو تر اوسه ملګرو ملتونو په دې اړه څه نه دي ویلي، او یوناما هم د آمو پوښتنو ته د دې راپور تر خپرېدو پورې ځواب نه دی ورکړی.
