سویلي آسیا

کراچۍ؛ ګل پلازا کې د مړو شمېر ۷۱ ته ورسېد او ۸۲ تنه لا هم تري تم دي

انځور- ټولنیزو رسنیو څخه ګل پلازا

د پاکستان د کراچۍ په مشهور سوداګریز مرکز «ګل پلازا» کې د تېرې اونۍ د خونړۍ اورلګېدنې له امله د مړو شمېر ۷۱ تنو ته لوړ شوی دی.

چارواکي وايي چې د لټون عملیات ۸۰ سلنه بشپړ شوي او لا هم په کنډوالو کې د مړو د پاتې شونو موندلو هڅې روانې دي.

د وروستیو معلوماتو له مخې، په دغه بوږنوونکې پېښه کې ۸۲ کسان لا هم تري تم دي. د پولیسو سرجن ډاکټرې سمیې طارق ویلي چې تر اوسه ۷۱ جسدونه او د انسانانو پاتې شوني روغتون ته لېږدول شوي دي.

د جسدونو د پېژندنې پروسه د سخت سوځېدو له امله خورا پېچلې ده او تر اوسه یوازې ۲۰ مړي پېژندل شوي، چې د ۱۳ هغو هویت د ډي این اې (DNA) ازموینې له لارې ثابت شوی دی.

د پلټنې ټیمونو د ودانۍ له ویجاړیو څخه د سي سي ټي وي کمرو څلور ډي وي آر (DVRs) هم ترلاسه کړي، چې ښايي د اور لګېدو د اصلي لامل په موندلو کې مرسته وکړي. د دې ترڅنګ، په ځینو دوکانونو کې تر یو نیم کیلو ګرامه زیات سره زر او نغدې پیسې هم موندل شوې چې بېرته خپلو مالکانو ته سپارل شوې دي.

د سیند اعلاوزیر مراد علي شاه د ایالتي اسمبلۍ په غونډه کې ویلي چې په لومړیو کې د ۸۸ کسانو د لادرکۍ راپور ورکړل شوی و، خو له تایید وروسته معلومه شوه چې ۸۲ تنه ورک دي.

بل لور ته، د سیند والي کامران ټیسوري د دغې پېښې په اړه د سترې محکمې له خوا د قضايي پلټنو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې مسوولینو ته باید سخته سزا ورکړل شي.

دا پېښه د تېرې شنبې په شپه د مصنوعي ګلانو په یوه دوکان کې پیل شوه چې په لږ وخت کې ټولې ودانۍ ته خپره شوه.

د لومړنیو رپوټونو له مخې، په دغه مارکېټ کې ګڼ شمېر افغان سوداګرو ته هم درانه مالي زیانونه اوښتي دي.