ډونالډ ټرمپ په ناټو سختې نیوکې کړې او وايي چې د افغانستان په جګړه کې د دې تړون ځواکونه د جګړې له لومړۍ کرښې شاته پاتې کېدل.
د امریکا ولسمشر ټینګار کوي چې د ده اروپايي متحدین به په یوه واقعي بحران کې د واشنګټن تر څنګ و نه درېږي.
هغه دا موضوع «وروستۍ ازموینه» بللې او ویلي یې دي چې د لوېدیځو متحدینو پر ژمنتیا باور نه لري.
د ترمپ دا څرګندونې د ناټو او بریتانیا د پخوانیو پوځي او سیاسي چارواکو له سختو غبرګونونو سره مخ شوې دي.
