افغانستان

د سالنګ لویه لاره د تګ راتګ پر مخ وتړل شوه

انځور- ارشیف څخه شمال سالنګ

د سالنګ لویه لاره د واورې ورېدو، د لید ساحې د کمښت او توپان له امله، نن چهارشنبه (د سلواغې لومړۍ نېټه) د سهار له ۵:۲۰ بجو راهیسې، د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

د طالبانو تر ادارې لاندې د ټولګټو وزارت ویلي چې دا لاره په لنډمهاله ډول تړل شوې او د بیا پرانیستلو لپاره یې هڅې روانې دي.

 یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې له هېوادوالو غوښتي چې تر بلې خبرتیا پورې له خپلو سیمو د سالنګونو په لور حرکت ونه کړي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، اټکل کېږي چې په سالنګونو کې به د واورې ورېدل او توپان تر پنجشنبې ورځې پورې دوام وکړي.

 د یادولو وړ ده چې د سالنګ لویه لاره د هېواد یوه له ستراتیژیکو لارو څخه ده چې ۹ شمالي ولایتونه له مرکز او د افغانستان له نورو برخو سره نښلوي.

د دغه تګلوري بندېدو هېوادوال له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او هغوی د واورې او توپان په حالت کې د سالنګونو د بندېدو د مخنیوي لپاره د بنسټیزې حل‌لارې غوښتونکي دي.