د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ اوسېدونکي د دغه ولایت د «بیګم » منار یا څلی د خراب وضعیت په اړه اندېښنه ښيي. دوی وايي دغه منار چې شاوخوا زر کاله تاریخي قدامت لري، د طبیعي پېښو، زړښت او د چارواکو د بې پامۍ له امله له نړېدو سره مخ دی او بېړنۍ بیارغونې ته اړتیا لري.
د جغتو یو شمېر اوسېدونکي د تاریخي اثارو په ساتنه او رغونه کې د مسوولینو له ناغېړۍ شکایت کوي.
د سیمې یو اوسېدونکی، عبدالرازق وايي: «لکه څنګه چې په انځورونو کې وینئ، که د دغې بنا بیارغونې ته پاملرنه ونشي، د تېرو حکومتونو د بې پامۍ غوندې او د وخت تېرېدو له امله به دا تاریخي اثار ډېر ژر ونړېږي.»
د غزني بل اوسېدونکی، سید امین وايي چې باید ژر تر ژره د دې تاریخي ابدې د رغولو لپاره ګامونه پورته شي.
هغه زیاتوي: «طالبان باید دې موضوع ته پام وکړي؛ کله ناکله دلته سیلانیان راځي او له خلکو پوښتي چې ولې دا اثر نه رغول کېږي؟ دا د دولت مال دی او ساتنه یې هم د دولت مسوولیت دی.»
همدارنګه عبدالودود، چې د سیمې یو بل اوسېدونکی دی، غوښتنه کوي چې دا منار دې رغول کېږي ترڅو پر کنډواله بدل نشي.
د جغتو خلک ټینګار کوي چې «بیګم منار» یوازې یو تاریخي اثر نه، بلکې د دې سیمې کلتوري هویت دی او باید له منځه لاړ نشي.
