د سره صليب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون په یو راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۵ میلادي کال له جنوري څخه تر نومبر پورې له ۵.۲ ملیونو څخه ډېر کسان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي. دې بنسټ ویلي چې د کډوالو د راستنېدو دې بېساري څپې په افغانستان کې پر بشري وضعیت فشار لا زیات کړی دی.
دغه بنسټ د بشري بنسټونو او د کډوالۍ نړیوال سازمان )آی او ام) د معلوماتو په حواله ویلي چې د ټولو راستنېدونکو له ډلې، له ۳.۶ ملیونو څخه ډېر کسان له ایرانه راستانه شوي چې شاوخوا ۱.۲ ملیونه یې ایستل شوي (ډیپورټ شوي) وو.
دغه راز شاوخوا ۸۰۴ زره او ۸۳۰ کسان له پاکستانه راستانه شوي چې ۱۱۶ زره او ۱۰۰ تنه یې (شاوخوا ۱۴ سلنه) په جبري توګه له دغه هېواده ایستل شوي دي.
راستنېدل د اپریل له لومړۍ وروسته په بېساري ډول زیات شول چې په دواړو هېوادونو کې د اجباري اقداماتو له سختېدو سره هممهاله وو.
بشري بنسټونه وايي چې د راستنېدو بهیر حتی د ژمي په سختو شرایطو کې هم دوام درلود، په داسې حال کې چې معمولاً په دې موسم کې پر پولو تګ راتګ کمېږي.
له پاکستانه راستنېدل
په پاکستان کې د “ناقانوني بهرنیو اتباعو د ایستلو پلان” دویم پړاو د ۲۰۲۵ کال په اپریل کې پیل شو چې په لومړي سر کې یې بېاسناده کډوال او د افغان سټیزن کارټ (ACC) لرونکي هدف وګرځول.
د جولای په ۳۱مه پاکستاني چارواکو دغه پلان د “ثبت پاڼو” (POR) لرونکو ته هم وغځاوه، چې دې چارې د کډوالو او پناه غوښتونکو ترمنځ اندېښنې او ناامني زیاته کړه. د اګست په پای کې د ټاکل شوي مهلت په پای ته رسېدو سره، د ایستلو وېره زیاته شوه او د راستنېدو بهیر دوام وکړ.
د سرې میاشتې ټولنې د راپور پر بنسټ، له پاکستانه د راستنېدونکو د ورځني راتګ تر ټولو لوړه کچه د ۲۰۲۵ په نومبر کې ثبت شوې ده. ډېری یې د ننګرهار د تورخم او د کندهار د سپین بولدک له لارو هېواد ته داخل شوي او لږ شمېر یې د پکتیکا د انګور اډې او د هلمند له لارو راستانه شوي دي.
له ایرانه راستنېدل
له ایرانه راستنېدونکي په ۲۰۲۵ کال کې د ټولو راستنو شویو کډوالو شاوخوا دوه پر درېیمه برخه جوړوي چې د کال په اوږدو کې یې دوام درلود. دا په دغه هېواد کې د اجباري اقداماتو او اقتصادي او سیاسي فشارونو د زیاتوالي نښه ده.
په راپور کې راغلي چې زیات شمېر راستنېدونکي د هرات له اسلامکلا او د نیمروز له میلک-زرنج پولو څخه تېر شوي او ډېری یې له ډېرو لږو شخصي وسایلو سره هېواد ته رالوزېدلي دي. د راستنېدو تر ټولو لوړه کچه د کال په نیمايي کې وه چې د استوګنې د لنډمهاله معافیت د پای ته رسېدو او د کنټرول د سختېدو له امله وه، چې په هغه وخت کې هره ورځ لسګونه زره کسان افغانستان ته داخلېدل.
که څه هم د کال له نیمايي وروسته دا شمېر یو څه کم شو، خو راستنېدل د ۲۰۲۵ تر پایه روان وو، چې د منلو پر مرکزونو او کوربه ټولنو یې فشار لا زیات کړی دی.
په راپور کې راغلي چې د تاجکستان پولې یوازې هغو کسانو ته د تېرېدو اجازه ورکوي چې معتبر پاسپورټونه او ویزې ولري.
سره له دې، بشري سازمانونو د خپلسري ایستلو په اړه راپور ورکړی چې په کې پېژندل شوي پناه غوښتونکي هم شامل دي. دې چارې د خوندیتوب د نړیوالو معیارونو د نقض په اړه اندېښنې او د افغانانو ترمنځ اضطراب زیات کړی دی.
مرستندویه بنسټونو خبرداری ورکړی چې افغانستان د بېوزلۍ، د خوړو د نهخوندیتوب او سرپناه، روغتیايي خدماتو او کاري فرصتونو ته د محدود لاسرسي له امله، د راستنېدونکو د دې لویې څپې په جذبولو کې له ستونزو سره مخ دی.
ښځې، ماشومان، بېسرپرسته کوچنیان او هغه کسان چې ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري، تر ټولو ډېر تر ګواښ لاندې دي.
دغو بنسټونو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د مالي مرستو زیاتوالي او د کډوالو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.
هغوی خبرداری ورکړی چې د پراخو راستنېدلو دوام کولی شي بېثباتي زیاته کړي او که د کډوالو د ځای پر ځای کولو لپاره لازم ملاتړ ونه شي، نو دا به د هېواد دننه او بهر د بېځایه کېدو نوې څپې رامنځته کړي.
