د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د مرغومی۲۵ – د ۸ بجو خبرونه

د ایران د ناکراریو نولسمه ورځ او د مخابراتي او انټرنټي خدماتو د پرېکون دوام

نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ایران د وضعیت په تړاو ځانګړې ناسته جوړوي. ټرمپ خبرداری ورکړی، چې د ایران د حکومت پر وړاند پوځي اقدام لا هم د مېز پر سر دی

یو تازه راپور ښيي، چې په ایران کې څلور میلیونه افغان کډوال له جدي بشري ناورین سره مخ دي. بل لور ته، د افغان کډوالو خپلوان وایي، چې کورنۍ یې په بد وضعیت کې دي او خپلوان یې اوس افغانستان ته هم نشي راتللی