د کډوالو په چارو کې د طالبانو عالي کمیسیون وایي چې په تېره یوه ورځ کې (سه شنبه، د مرغومې ۲۳مه) پاکستان ۲۰۸۰ افغان کډوال را ایستلي دي.
ورته مهال، ۸۵ تنه نور له ایران څخه هم را ایستل شوي؛ دا هغه اخراجونه دي چې ډېری یې په جبري ډول ترسره شوي دي.
د ویلو ده چې دا کډوال د تورخم، سپین بولدک، اسلام کلا او ابریشم پله له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.
پاکستان له دې یوه ورځ وړاندې هم ۱۳۹۸ افغان کډوال په جبري او اختیاري ډول ایستلي وو.
له پاکستان څخه د افغان کډوالو دا پراخ اخراج په داسې حال کې دوام لري چې په دغه هیواد کې میشت افغانان له سختو رواني او امنیتي فشارونو سره مخ دي.
د پاکستان حکومت د “کډوالو د ایستلو پلان” تر نوم لاندې هڅه کوي هغه افغانان چې قانوني اسناد نلري، په نښه کړي، خو راپورونه ښيي چې ډېری وخت قانوني اسناد لرونکي کډوال هم د پولیسو له خوا ځورول کېږي او په زور ایستلو ته اړ ایستل کېږي. دا پروسه د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سیاسي اړیکو د ترینګلتیا یوه برخه بلل کېږي.
بل لور ته، له ایران څخه هم د افغانانو د جبري اخراج لړۍ په بې ساري ډول ګړندۍ شوې ده. سره له دې چې ایران د ډېرو افغانانو لپاره د کار یوازینۍ سرچینه ده، خو په وروستیو میاشتو کې هلته هم د کډوالو ضد عملیات زیات شوي او حتی په ځینو سیمو کې افغانانو ته د کور او کار ورکولو محدودیتونه لګول شوي دي.
دا کډوال چې کله هیواد ته راستنیږي، له جدي اقتصادي ستونزو، د سرپناه نشتوالي او په ژمي کې له سختې یخنۍ سره لاس او ګرېوان وي.
د کډوالو دا ناڅاپي او لوې څپې د افغانستان پر اوسني اقتصاد، چې لا دمخه له ننګونو سره مخ دی، سخت بار اچولی دی.
که څه هم مرستندویه ټولنې او سیمه ییزې ادارې هڅه کوي چې په سرحدي سیمو کې له راستنیدونکو سره لومړنۍ مرستې وکړي، خو د زرګونو کسانو لپاره د دایمي استوګنې او کاري فرصتونو برابرول یوه لویه بشري ننګونه ده.
نړیوال بنسټونه خبرداری ورکوي چې که دا لړۍ همداسې دوام وکړي، په هیواد کې دننه به د بې ځایه شویو کسانو شمیر له کنټروله ووځي.
