د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د مرغومی۲۳ – د ۸ بجو خبرونه

په نوي ډهلي کې د افغانستان د سفارت لپاره نوي ټاکل شوي طالب ډیپلومات په هند کې د دې سفارت د سرپرست په توګه خپل فعالیت پیل کړی دی.

په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو شارژدافیر نور احمد نور د افغانستان، پاکستان او ایران لپاره د هند د بهرنیو چارو وزارت له ګډ سرمنشي سره ولیدل او د افغانستان او هند ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا پر ټینګار یې خبرې وکړې.

د هند د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په رسمي ډول د طالب ډیپلومات د منلو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې د هند د بهرنیو چارو وزیر له امیر خان متقي سره په لیدنه کې له طالبانو سره د سفیر تر کچې د ډیپلوماتیکو اړیکو د لوړولو خبر ورکړی و.