سویلي آسیا

خیبر پښتونخوا کې د ریموټ کنټرول چاودنه کې ۵ پولیس ووژل شول

انځور- ارشیف څخه

پاکستانۍ رسنۍ خبر ورکوي د خيبر پښتونخوا د ټنک ولسوالۍ په “ګومل بازار” سړک د پولیسو پر یو زغره وال ګاډي د ریموټ کنټرول بمي چاودنه شوې، چې له امله یې د یوه لوړپوړي افسر په ګډون ۵ پولیس سرتېري وژل شوي دي.

 ځايي پولیسو تایید کړه چې دغه زغره وال ګاډی (APC) له ګومل پولیس سټېشن څخه د بېرته راګرځېدو په حال کې و، چې نامعلومو وسله‌والو د ریموټ کنټرول بم په واسطه په نښه کړ.

په دغه چاودنه کې د ګومل پولیس سټېشن ایډیشنل ایس‌ايچ‌او اسحاق خان او ورسره ۴ نور پولیس سرتېري ځای پر ځای وژل شوي دي. د چاودنې شدت دومره زیات و چې زغره وال ګاډی یې په بشپړ ډول ویجاړ کړی دی.

تر پېښې سمدستي وروسته، د قانون پلي کوونکو ادارو سیمه کلا بنده کړې او د بریدګرو د لټون لپاره یې په ټوله ولسوالۍ کې پراخ عملیات پیل کړي دي.

امنیتي سرچینې وایي چې د پېښې په ځای کې شواهد راټول شوي او د برید د څرنګوالي په اړه پلټنې روانې دي.

پر پولیسو دغه برید په داسې حال کې کېږي چې یوازې یوه اوونۍ وړاندې په لکي مروت او بنو کې هم په دوو جلا پېښو کې ۴ پولیس وژل شوي وو.

 په لکي مروت کې وسله‌والو پر ترافیک پولیسو ډزې کړې وې چې ۳ سرتېري یې ووژل او په بنو کې یو بل پولیس هغه مهال په نښه شو چې دندې ته په لار و.

بلخوا، پرون (یکشنبه) د خيبر پښتونخوا پولیسو او د ترهګرۍ ضد ادارې (CTD) په پېښور، بنو او خیبر کې د ګډو عملیاتو پر مهال د ۸ وسله‌والو د وژلو خبر ورکړی و. د خيبر پښتونخوا د پولیسو مشر (آی جي پي) ذوالفقار حمید د دغو عملیاتو د ستاینې پر مهال ویلي و چې د امن د ټینګښت لپاره به هدفي عملیات دوام ولري.

په پاکستان، په ځانګړې توګه په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ترهګریزو بریدونو کچه په بې ساري ډول لوړه شوې ده. د پوځ د عامه اړیکو دفتر د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۶۷ زره استخباراتي عملیات شوي چې په پایله کې یې ۱۸۷۳ وسله‌وال وژل شوي دي.