د افغانستان د تعلیمي نظام په اړه د یونیسف او یونسکو جدي خبرداری
د ملګرو ملتونو دغو دوه بنسټونو په یوه ګډ راپور کې خبرداری ورکړی، چې واک ته د طالبانو تر بیا راتګ وروسته، هر کال نږدې ۴۰۰ زره نجونې له زده کړو او تحصیل محرومېږي.
دغه راپور همداراز د هېواد د پوهنتونو د رکود په اړه خبرداری ورکړی
