د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې د «افغانستان د ښځو او نجونو» په نوم یې یوه خونه پرانیستې او دا یو سمبولیک او سیاسي اقدام دی چې د خپلو حقونو او ازادیو لپاره د افغان ښځو د مبارزې په درناوي ترسره شوی دی.
د اسپانیا لومړي وزیر پدرو سانچز د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر خوزه مانوئل البارس سره یوځای، په مادرید کې د سفیرانو د ناستې په څنډه کې د اسپانیا په بهرنیو چارو وزارت کې د دغې خونې لوحې پرده پورته پرانیسته.
د افغانستان یو شمېر فعالو ښځو، چې په کې د پارلمان پخوانۍ غړې فوزیه کوفي هم وه، په دغو مراسمو کې ګډون درلود.
د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د دغې خونې نومول د هغو افغان ښځو او نجونو په پاس او مننه شوي چې «سره له سرکوب او محرومیت، لا هم د خپلو حقونو او ازادیو لپاره مبارزه کوي».
هغه ټینګار وکړ چې د نړیوالو قوانینو نقض تل د ډیموکراسۍ د ماتې په معنا ده، «حتی په هغو هېوادونو کې چې ډیموکراسي په بشپړ ډول نه ده پکې جوړه شوې».
پدرو سانچز په خپله وینا کې د افغان ښځو د پلاوي هرکلي ته په اشارې وویل: «نړۍ د فیمینیسټي سیاست په اډانه کې د افغانستان ښځو ته یو نا حل شوی پور لري.». هغه زیاته کړه چې د اسپانیا بهرنی سیاست به د افغان ښځو ملاتړ او نړیوالې ټولنې ته د هغوی د غږ رسولو ته دوام ورکړي.
په دغه ناسته کې فوزیه کوفي هم له ګډونوالو وغوښتل چې د افغانستان د ښځو او نجونو د ازادۍ لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
هغې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو وضعیت ته په اشارې وویل: «طالبان د ښځو له حقونو څخه په خپلو سیاسي لوبو کې د معاملې د وسیلې په توګه کار اخلي. موږ باید د دې کار مخه ونیسو، ځکه افغانستان یوازې هغه وخت یو نېکمرغه او له نړۍ سره په سوله کې هېواد کېدای شي چې ښځې یې برخه وي.».
اغلې کوفي د دې خونې نومول تر یوه سمبولیک اقدام پورته وبلل او ویې ویل: «دا خونه د هغو ښځو لپاره د هیلې څراغ دی چې احساس کوي نړۍ هېرې کړې دي. همدا کوچنی اقدام کولای شي د یوه مثبت بدلون زمینه برابره کړي.».
د «افغانستان لپاره د ښځو سازمان» هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا خونه د افغان ښځو او نجونو له مبارزې څخه د اروپایي ټولنې، د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت او د دغه هېواد د خلکو د دوامداره ملاتړ په پاس نومول شوې ده.
د دغه سازمان مشرې فوزیه کوفي دا اقدام د افغان ښځو له مبارزې څخه د اسپانیا د عملي ملاتړ نښه وبلله.
د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر همداراز ټینګار وکړ چې «له ډیپلوماسۍ پرته بله ښه وسله نشته» او له خپلو ډیپلوماتانو یې وغوښتل چې د ډیموکراتیکو ارزښتونو او بشري حقونو څخه دفاع ته دوام ورکړي.
