کډوالي

۹۲ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد شول

انځور- له ارشیف څخه

د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو چارو وزارت وایي چې ۹۲ افغان کډوال د پاکستان له بېلابېلو زندانونو له ازادېدو وروسته هېواد ته راستانه شوي دي.

د دغه وزارت په وینا، دغو کسانو د پاکستان په زندانونو کې له یوې ورځې څخه تر دوو میاشتو پورې وخت تېر کړی و.

که څه هم طالبانو د دې کسانو د زنداني کېدو د لامل په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې ډېری افغانان په پاکستان کې د اوسېدو د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو تر دې وړاندې ویلي وو چې په ۲۰۲۵ کال کې تر ۲.۶ میلیونو زیات کسان، چې ډېری یې له ایران او پاکستان څخه وو، هېواد ته راستانه شوي دي.

د دغه سازمان په وینا، دې بهیر د افغانستان پر محدودو سرچینو ډېر فشار راوړی دی.

پاکستان په دې وروستیو کې د افغان کډوالو نیول زیات کړي او کډوالو له آمو تلویزیون سره په خبرو کې د پولیسو له ناسم چلند څخه شکایت کړی دی.

نړیوالو بنسټونو خبرداری ورکړی چې ډېری راستانه شوي کسان له کافي امکاناتو پرته په سختو شرایطو کې ژوند کوي، چې دا وضعیت د بېوزلۍ او بشري بحران خطر نور هم زیاتوي.