د کډوالو په چارو کې د طالبانو عالي کمیسیون وايي چې په تېره یوه ورځ (سې شنبه، د مرغومي ۱۶مه) پاکستان ۳۲۱۰ افغان کډوال اخراج کړي دي.
د دغه کمیسیون په وینا، ورته مهال له ایران څخه هم ۱۱۴ تنه نور اخراج شوي، چې ډېره برخه یې په جبري ډول وه.
دا کډوال د تورخم، سپین بولدک، پل ورېښم او اسلام کلا له لارو هېواد ته راستانه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له دې یوه ورځ وړاندې هم ۱۲۱۰ افغان کډوال په جبري او اختیاري ډول ایستلي وو.
ملګرو ملتونو تر دې وړاندې ویلي وو چې په ۲۰۲۵ کال کې له ۲.۶ میلیونو ډېر کسان، چې ډېری یې له ایران او پاکستان څخه دي، هېواد ته راستانه کړای شوي دي.
د دغه سازمان په وینا، دغه بهیر د افغانستان پر محدودو سرچینو سخت فشار راوړی دی.
پاکستان په دې وروستیو کې د افغان کډوالو نیول هم زیات کړي دي. یو شمېر کډوالو تر دې وړاندې آمو ټلویزیون ته ویلي وو چې د پاکستاني پولیسو له ناوړه چلند سره مخ دي.
نړیوالو بنسټونو په وار وار خبرداری ورکړی چې ډېری راستانه شوي کډوال له کافي اسانتیاوو پرته په سختو شرایطو کې هېواد ته راځي، چې دا د بې وزلۍ، بیا ځلي بې ځایه کېدو او بشري ناورین خطر زیاتوي.
