افغانستان

هبت‌الله د کانونو د قراردادونو په داوطلبۍ کې د طالب چارواکو ګډون منبع کړ

هبت‌الله اخوندزاده، د طالبانو مشر

د طالبانو مشر هبت‌الله آخندزاده په یوه نوي فرمان کې هغه طالب چارواکي او افراد چې دولتي دندې لري، د کانونو او نورو قراردادونو په داوطلبیو کې له «مستقیم او غیر مستقیم» ګډون څخه منع کړي دي.

هغه په دې فرمان کې ټینګار کړی چې هغه شخصي شرکتونه چې طالب چارواکي او دولتي مامورین پکې شریکان (سهام‌دار) یا مسوول وي، هم نه شي کولی په دغو داوطلبیو کې برخه واخلي.

د طالبانو د مشر په فرمان کې راغلي: په تدارکاتو، کیندنو او د امارتي وزارتونو او ادارو په نورو هغو قراردادونو کې چې موضوع یې عامه شتمني وي، د روڼتیا د تامین په موخه؛ امارتي چارواکي او مامورین نه شي کولی په مستقیم او غیر مستقیم ډول د اجناسو، خدماتو، ساختماني چارو، کیندنو او نورو قراردادونو په داوطلبۍ کې د داوطلب په توګه ګډون وکړي.

په دغه فرمان کې ویل شوي چې هغه شخصي شرکتونه چې طالب چارواکي او مامورین پکې ونډه لري او یا یې مسوولین دي، هم د دغه فرمان تابع دي.

د طالبانو مشر تر دې وړاندې د ۱۴۰۱ لمریز کال د کب په ۲۸مه هم په یوه فرمان کې د دولتي تدارکاتو او قراردادونو د داوطلبۍ په بهیر کې د خپلو چارواکو ګډون منع کړی و. خو یو شمېر منتقدینو او هېوادوالو په وار وار په قراردادونو کې د طالبانو له خوا خپلو خپلوانو او نږدې کسانو ته د لومړیتوب ورکولو پر پروسه نیوکې کړي او ویلي یې دي چې د طالبانو دغه کار د قراردادونو په ترسره کولو کې انحصار زیات کړی دی.

یو شمېر منتقدینو ویلي چې ډېری هغه شرکتونه چې د کانونو او تدارکاتو قراردادونه ورسره کېږي، یا په خپله د طالب چارواکو دي او یا هم د هغوی د نږدې کسانو او خپلوانو پورې تړاو لري.