نړۍ

الجزیره: د وینزوېلا ولسمشر او مېرمن یې له تښتونې وروسته محکمې ته وړاندې شول

انځورـ له ارشیف څخه د و ینزویلا ولسمشر او د هغه میرمنه

الجزیره راپور ورکوي چې د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو نن د دوشنبې په ورځ د نیویارک په یوه محکمه کې حاضرېږي، دا حضور یوازې دوه ورځې وروسته له هغې کېږي چې امریکایي ځانګړو ځواکونو په کاراکاس کې په یو لړ پوځي عملیاتو کې هغه وتښتاوه.

امریکایي ځواکونو د شنبې په ورځ مادورو او د هغه مېرمن سیلیا فلورس ونیول او نیویارک ته یې انتقال کړل، چېرته چې هغوی د مخدره توکو او وسلو په ګډون له ګڼو فدرالي تورونو سره مخ دي.

د محکمې د معلوماتو له مخې، مادورو به د غرمې په دولس بجو د منهاتن په محکمه کې د قاضي الوین هیلرسټین پر وړاندې ودرېږي. د محکمې یو ویاند ویلي چې سیلیا فلورس به هم، چې نوم یې په تورنلیک کې شامل دی، نن محکمې ته وړاندې شي.

په رسمي تورنلیک کې امریکا پر مادورو تور پورې کړی چې د فساد په سر کې ولاړ و او له خپلې غیرقانوني واکمنۍ یې ګټه اخیستې ترڅو امریکا ته د زرګونو ټنو کوکاین د قاچاق لاره هواره کړي.

پر هغه څلور مهم تورونه لګول شوي چې پکې د مخدره توکو د ترهګرۍ دسیسه، امریکا ته د کوکاین واردول، د درنو وسلو او لاسي بمونو لرل او د دغو وسلو د کارولو لپاره د دسیسې جوړول شامل دي.

امریکایي څارنوالان وايي چې مادورو په قصدي ډول د کولمبیا او مکسیکو له وسله والو او قاچاق وړونکو ډلو سره مالي مرستې کړي دي.

په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د جرمونو او مخدره توکو د ادارې د ۲۰۲۳ کال راپور ښيي چې په نړیواله کچه د کوکاین ډېره تولید په کولمبیا، پیرو او بولیویا کې کېږي او د قاچاق اصلي لارې هم له دغو هېوادونو تېرېږي، نه له وینزویلا څخه.

نیکولاس مادورو چې ۶۳ کاله عمر لري او په ۲۰۱۳ کال کې ولسمشر شو، د ۲۰۲۴ کال د ټاکنو ګټونکی اعلان شوی و، خو امریکا او ځینو نړیوالو بنسټونو دا پایلې ونه منلې.

ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له ستنېدو راهیسې پر مادورو او د هغه پر حکومت فشارونه او بندیزونه زیات کړي وو او د کارابین په سمندر کې یې د امریکایي بېړیو په ځای پر ځای کولو سره نظامي فشار هم زیات کړی و.

 مادورو هم په ځواب کې د خپل هېواد پوځیان فعال کړي وو او امریکا یې پر تېري تورنه کړې وه، خو د نیول کېدو څخه یوازې یوه ورځ وړاندې یې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د خبرو اترو وړاندیز هم کړی و.

د هغه مېرمن سیلیا فلورس چې د لومړۍ مبارزې په نوم پېژندل کېږي، یوه تجربه کاره وکیله او سیاستواله ده چې پر هغې هم د کوکاین په قاچاق کې د ګډون تور دی.

د قانون پوهانو په وینا، د مادورو ازادي په خطر کې ده او د جرم د ثابتېدو په صورت کې له ۳۰ کالو څخه تر ټول عمر قید پورې سزا ورته اورول کېدای شي. خو د حقوقو استاد الیاس بانټکاس الجزیره ته ویلي چې دا قضیه د مادورو په پرتله د وینزویلا د تېلو د زیرمو په اړه ده. هغه وايي ټرمپ غواړي چې د وینزویلا پر ټولو طبیعي سرچینو بشپړ او نامحدود کنټرول ولري.

 وینزویلا چې په نړۍ کې د تېلو تر ټولو سترې ثابتې شوې زیرمې لري، اوسمهال د امریکا د بندیزونو له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده.

تېره میاشت ټرمپ وینزویلا د امریکا د تېلو په غلا تورنه کړې وه او د مادورو تر نیول کېدو وروسته یې وویل چې تر یوې سمې انتقالي دورې پورې به امریکا دغه هېواد اداره کوي.

د مادورو د تښتولو قانوني اړخ هم تر جدي پوښتنو لاندې دی. روسیه، چین او د وینزویلا نور متحدین امریکا د نړیوالو قوانینو په نقض تورنوي. حقوقپوهان استدلال کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ رسمي جګړه نشته او د یو بل هېواد د مشر تښتول د ملګرو ملتونو د منشور له مخې د تېري یو ښکاره عمل دی.

نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم په دې اړه غونډه کوي. په همدې حال کې، د وینزویلا سرپرستې ولسمشرې ډیلسي روډریګز له ټرمپ سره د همکارۍ او خبرو اترو وړاندیز کړی او ویلي یې دي چې سیمه ډیالوګ او سولې ته اړتیا لري، نه جګړې ته. خو ټرمپ خبرداری ورکړی چې که د هغه له غوښتنو سره سم عمل ونه شي، نو امریکا د دویم پوځي برید لپاره هم چمتو ده.