نړۍ

وینزویلا له امریکا د خپل ولسمشر د «ژوندي پاتې کېدو» ثبوت وغوښت

انځور- د وینزویلا د ولسمشرۍ رسمي ماڼۍ ارشیف څخه

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له  مخې د وینزویلا مرستیالې ولسمشرې ډلسي روډریګز د شنبې په ورځ په رسمي ډول له متحده ایالاتو څخه وغوښتل چې د دغه هېواد د مشر نیکولاس مادورو د «ژوندي پاتې کېدو» ثبوت وړاندې کړي.

 روډریګز د وینزویلا له دولتي تلویزیون سره په یوه ټیلیفوني مرکه کې وویل چې دوی د ولسمشر مادورو او د هغه د مېرمنې سیلیا فلورس له برخلیک او اوسني ځای څخه هېڅ خبر نه دي او واشنګټن باید په دې اړه ځواب ویونکی وي.

دا غوښتنه وروسته له هغه کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې امریکايي ځواکونو د یو «پراخ برید» په ترڅ کې مادورو او مېرمن یې نیولي او له وینزویلا څخه یې ایستلي دي.

 ټرمپ ویلي چې دا عملیات د امریکا د قانون پلي کوونکو ادارو په همغږۍ ترسره شوي او دی به نن په خپله خبري ناسته کې نور جزییات هم په ډاګه کړي. د راپورونو له مخې، دا عملیات د امریکا د پوځ د ځانګړې قطعې «ډیلټا فورس» لخوا ترسره شوي دي.

ورته مهال په کاراکاس او د وینزویلا په نورو مهمو ښارونو کې د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي او په ډېرو سیمو کې برېښنا پرې شوې ده.

د وینزویلا دفاع وزیر ویلي چې هېواد به یې د بهرنیو ځواکونو د حضور په وړاندې مقاومت وکړي، خو د مادورو د نیول کېدو په اړه یې څه نه دي ویلي.