د تخار د چاهآب ولسوالۍ ځایي خلک د هغه شرکت له کارکوونکو سره په شخړه کې ښکېل شوي، چې د سرو زرو د استخراج لپاره سیمې ته ورغلي وو.
ځايي سرچینو آمو ته ویلي چې په دې نښته کې یو ځایي اوسېدونکی او د شرکت څو کارکوونکي ټپیان شوي دي. د سرچینو په وینا، خلکو د ډبرو او لرګیو په وسیلې سره د استخراج کوونکي شرکت څو موټر او تجهیزات زیانمن کړي دي.
سرچینې زیاتوي چې د یاد شرکت کسانو د وضعیت د ارامولو لپاره له طالبانو د مرستې غوښتنه کړې ده.
