افغانستان

جوزجان: د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه او څلور نور ټپیان شول

انځور- ترافیکي پیښې له ارشیف څخه

په جوزجان ولایت کې د طالبانو د امنیتي چارواکو په وینا، د دغه ولایت پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه شوي او څلور نور ټپیان دي. دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یو کرولا ډوله موټر له سړکه منحرف او واوښت.

په جوزجان کې د لویې لارې د طالبانو تر واک لاندې د کنډک مسوولینو ویلي، پېښه د جوزجان–سرپل پر لویه لاره په «افغان‌تپه» سیمه کې شوې ده.

دوی زیاتوي چې  په مړو شویو او ټپیانو کې د یوې کورنۍ غړي شامل دي چې په یاد موټر کې سپاره وو.

د سیمې امنیتي سرچینې وايي چې د پېښې ټپیان د درملنې لپاره د جوزجان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي، د ډاکټرانو په وینا، د هغوی روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.

د جوزجان د ترافیکو مدیریت مسوولینو د دغې پېښې اصلي لامل د موټر چلوونکي بې‌احتیاطي او له ټاکلې اندازې څخه د موټر ډېر سرعت ښودلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په شمالي ولایتونو کې د سړکونو د خرابوالي او ترافیکي اصولو ته د نه پاملرنې له امله ورته پېښې زیاتې شوې دي.