افغانستان امنیت

ملګري ملتونه: افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې د نږدې ۱۰ زره امنیتي پېښو شاهد و

انځور- ارشیف څخه

د ملګرو ملتونو د درې‌میاشتنۍ راپورونو شمېرې ښيي، چې افغانستان په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د ۹ زره او ۷۷۵ امنیتي پېښو شاهد و.

له دې جملې، ۱۳ بریدونه د داعش خراسان څانګې ته منسوب شوي او ۲۰۱ نورې حملې د طالبانو د مخالفو وسله والو جبهو، د ملي مقاومت جبهې او د افغانستان د ازادۍ جبهې په ګډون، ترسره شوې دي.

د راپورونو له مخې، په دغو پېښو کې ۱۸۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۷۵۹ نور ټپیان شوي دي.

دې کال کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ شخړو کې د پاکستان هوایي بریدونه تر کابل ښار (وزیر اکبر خان او تایمني پروژې) ورسېدل.

دغه راز طالبانو پخپله هم د تاجکستان سره پر پوله ناامنۍ تایید کړې دي.

د طالبانو ویاند ویلي، چې د دوی د دفاع وزارت د ځواکونو شمېر له ۱۸۱ زرو اوښتی او ورسره دې موده کې یې ۱۰۰ زره او ۳۰۰ پولیس روزلي دي.

سره له دې، د طالبانو مخالفو پوځي جبهو په خپلو اېکس (پخوانی ټویټر) حسابونو کې تر دې ډېر بریدونو ادعاوې کړې دي.

د راپورونو پر بنسټ، په تېر یو کال کې بیا هم ۱۸۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۷۵۹ نور ټپیان شوي، چې د ډېری ټپیانو لامل د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتې بلل شوې دي.

په ۲۰۲۵ کال کې د طالبانو او پاکستان اړیکې تر پوځي تقابل پورې ورسېدې.

ان تر دې چې د پاکستان هوايي بریدونه تر کابل پورې وغځېدل.

د پاکستان پوځي او نورو چارواکو ادعا کړې وه، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې یې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) غړي نښه کړي دي؛ خو طالبانو دا ادعاوې په بشپړه توګه رد کړې دي.

سره له دې، پاکستان لا هم طالبان د ټي‌ټي‌پي د ملاتړ په تور تورنوي، خو د طالبانو اداره د پاکستان دا تورونه په کلکه ردوي.

د هېواد په شمال کې، د تاجکستان سره پر پوله په وروستیو میاشتو کې یو شمېر مشکوکې او ناڅرګندې پېښې رامنځته شوې دي.

په یوه پېښه کې درې چینایي وګړي ووژل شول، او په بله پېښه کې تاجکستان اعلان وکړ، چې درې وسله‌وال کسان له افغانستان څخه دغه هېواد ته اوښتي وو او تر نښتې وروسته وژل شوي دي؛ خو په دې نښته کې د تاجکستان دوه سرحدي سرتېري هم وژل شوي دي.

د ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس په ۵مه، درې چینایي وګړي د افغانستان او تاجکستان پر پوله په یوه مشکوک ډرون برید کې ووژل شول، چې تر اوسه یې مسوولیت چا ندی منلی.

دغه راز ، د ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي په ۲مه، د وسله‌والو بریدګرو سره په نښته کې د تاجکستان دوه سرحدي ځواکونه ووژل شول.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر هم د تاجکستان پر پوله دغه ناامنۍ تایید کړې دي.

امیرخان متقي د ۱۴۰۴ کال د جدی په ۶مه ویلي وو:

«هغه څه چې په دې وروستیو کې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پر پوله پېښ شوي، بشپړه څېړنه یې پیل کړې ده او د تاجکستان له بهرنیو چارو وزیر سره مو خبرې کړې دي.»

سربېره پر دې، د طالبانو د استخباراتو ریاست دننه هم یوه پېچلې او مشکوکه پېښه رامنځته شوه.

نعمان، چې د نعمان غزنوي په نوم پېژندل کېده او د طالبانو د استخباراتو د عمومي رییس عبدالحق وثیق سکرټر و، د ګاز ډبې د یوې مشکوکې چاودنې په پېښه کې ووژل شو.

له دې ټولو سره، ۲۰۲۵ کال هم د تېرو کلونو په څېر، د طالبانو له‌خوا د دې ادعا سره پای ته رسېږي چې ګواکې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان څخه نړۍ ته کوم ګواښ نشته؛ خو د پاکستان او تاجکستان دریځونه په ښکاره توګه دا ادعا تر جدي پوښتنو لاندې راولي.