کډوالي

طالبان وايي په تېر کال کې ۲.۸ میلیونه کسان افغانستان ته راستانه شوي دي

انځور- پاکستان څخه د ستنېدونکو کډوالو، ارشیف څخه

د طالبانو ویاند، ذبیح‌الله مجاهد وايي چې په تېر کال کې ۲.۸ میلیونه کسان افغانستان ته راستانه شوي دي. هغه په ډاګه نه کړه چې دا کسان له کومو هېوادونو راغلي، خو د ملګرو ملتونو ارقام ښيي چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې ۲.۶ میلیونه کډوال افغانستان ته راستانه شوي او ډېری یې له پاکستان او ایران څخه وو.

مجاهد ویلي دي چې «د دې کسانو ډيری ځای پر ځای شوي، د راستنېدو بهیر یې په مناسب ډول مدیریت شوی، لازم خدمات ورته وړاندې شوي او اوسمهال ورته د ښارګوټو د وېش لړۍ روانه ده.»

خو دا په داسې حال کې ده چې راستنو شویو کډوالو له “آمو” سره په خبرو کې د سرپناه له نشتوالي، د مرستو له کمښت او د کاري زمینې له نشتوالي څخه په تنده ژبه نیوکه کړې ده.

مجاهد همداراز ویلي چې په تېر کال کې، په ټول هېواد کې ۳۵۲۲۸ تنه روږدي کسان تر درملنې لاندې نیول شوي او عادي ژوند ته راګرځېدلي دي. د هغه په وینا، په لویو ښارونو کې ۱۰۶۶۴ تنه سوالګر راټول او تثبیت شوي او بیا هر غریب کس ته د میاشتې ۲۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ټاکل شوې او ورکول کېږي.

دا ارقام په داسې حال کې خپرېږي چې د افغانستان اقتصاد په ۲۰۲۵ کال کې لا هم بې ثباته پاتې شو. ملګرو ملتونو په خپل وروستي راپور کې په افغانستان کې د بېکارۍ کچه ۷۵ سلنه اعلان کړې او ویلي یې دي چې له ۹۰ سلنې ډېر افغانان تر فقر لاندې ژوند کوي.

مجاهد دغه راز ویلي چې په تېر کال کې، د طالبانو د امنیتي ځواکونو شمېر ۱۸۱۰۰۰ تنو او د پولیسو شمېر یې ۱۰۰۳۰۰ تنو ته رسېدلی دی. هغه وویل چې په تېر کال کې د دوی اداره د روسیې له خوا په رسمیت وپېژندل شوه او د کابینې غړو یې ۹۹ بهرني سفرونه لرل چې «هدف یې اقتصادي، سوداګریز او د ډیپلوماتیکو اړیکو ښه کول وو.»

سره له دې، نړیوالې ټولنې تل له طالبانو غوښتي چې د بشري حقونو نقض، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو تر پښو لاندې کول ودروي او نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

د طالبانو د ویاند له خوا وړاندې شوي ارقام په داسې حال کې دي چې نجونې لا هم ښوونځیو، پوهنتونونو او طبي زده کړو ته له تلو محرومې دي او ښځې هم په نادولتي ادارو او ملګرو ملتونو کې له کار کولو منع شوې دي. ملګرو ملتونو په ۲۰۲۵ کال کې په خپلو راپورونو کې تل د افغانستان د بشري حقونو او بشردوستانه وضعیت بحراني بللی دی.