ملګرو ملتونو خبر ورکړی، چې د اړتیاوو د عمومي کچې له نسبي کمښت سره سره، افغانستان د نړۍ له سترو بشري بحرانونو لرونکو کتار کې دی.
د افغانستان د بشري اړتیاوو او ځواب پروګرام د ۲۰۲۶ کال لپاره ښيي، چې تمه ده شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه کسان، چې د هېواد نږدې ۴۵ سلنه نفوس جوړوي، په راتلونکي کال کې بشري مرستو ته اړتیا ولري.
د ملګرو ملتونو دفتر په وینا، د جګړو دوام، اقتصادي بې ثباتۍ، د خوړو ناامني او د اقلیمي بدلونونو اغېزې د دې وضعیت له مهمو لاملونو څخه دي.
ملګرو ملتونو ویلي، چې د اساسي خدمتونو په برخه کې له اوږدې مودې ناکافي پانګونه، له سختې وچکالۍ، پرلهپسې طبیعي پېښو او له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو له پراخ راستنېدو سره یوځای، د افغانستان په ډېرو سیمو کې د کورنیو د مقاومت او زغم وړتیا په جدي توګه کمزورې کړې ده.
مرستندویه بنسټونو دغه راز د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو پایلو ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې له زدهکړو، کار او ټولنیز ژوند څخه د هغوی محرومیت د کورنیو عواید راکم کړي، پر بشري مرستو یې تکیه زیاته کړې او د مرستندویو عملیاتو ساحه یې محدوده کړې ده.
افغانستان په وروستیو کلونو کې د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له ایران او پاکستان څخه، د میلیونو کډوالو د راستنېدو شاهد پاتې شوی دی.
د ملګرو ملتونو په وینا، دې بهیر پر عامه خدمتونو او کلیوالي اقتصادونو سخت فشار راوړی دی.
له دې سره دا هم ویل شوي، چې ډېری راستنېدونکي له لږو مالي سرچینو یا بېله هر ډول امکاناتو هېواد ته راستانه کېږي، چې دا چاره د بېوزلۍ، بېځایه کېدو او د خوړو د ناامنۍ خطر زیاتوي.
ملګرو ملتونو خبر ورکړی، چې د مالي سرچینو دوامداره کمښت ښايي مرستندوی بنسټونه دې ته اړ کړي، چې حیاتي او د ژوند ژغورنې پروګرامونه، په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو او کورنیو بېځایه شویو کسانو لپاره، راکم کړي.
د ملګرو ملتونو سازمان دا اندېښنې هم شریکې کړې، چې په ټول افغانستان کې بشري اړتیاوې لا هم په خورا جدي کچه پاتې دي.
