افغانستان

هرات کې سېلابونو کې د یوه موټر اوښتلو ۵ تنه ټپيان کړل

انځور- د هرات سیلابونه

هرات کې ځايي سرچینې وايي چې د سېلابونو راوتلو له امله، یو «۵۸۰» ډوله مسافر وړونکی موټر د عزیز اباد او شینډنډ ولسوالیو په لاره کې په «لخشک» سیمه کې اوښتی، چې په پایله کې یې پنځه تنه ټپیان شوي دي.

د سرچینو په وینا، په دغه موټر کې له ۵۰ څخه زیات کسان سپاره وو چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو. ټول سپرلۍ د ژغورنې او روغتیايي ډلو لخوا د هرات ښار مرکز ته لېږدول شوې دي.

 همدا راز ځايي سرچینو ویلي چې د هرات په کرخ ولسوالۍ کې هم سېلابونو یو شمېر استوګنځایونو ته زیانونه اړولي دي.

تر دې وړاندې په هرات کې د طالبانو چارواکو ویلي وو چې د سختو سېلابونو له امله د کرخ ولسوالۍ پر لاره تګ راتګ په جدي ډول ټکنی شوی او له اوسېدونکو یې غوښتي چې تر بلې خبرتیا پورې پر دغه لاره له سفر کولو ډډه وکړي. د چارواکو په خبره، دې وضعیت د سیمې اوسېدونکو ته ګڼې ستونزې جوړې کړې دي.