د ازبکستان له لوري د افغانستان خلکو ته د بشردوستانه مرستو يو ۴۰۰ ټُنه کاروان، نن (دوشنبه، د جدي ۸مه) د بلخ ولايت حیرتان سوداګريز بندر له لارې ته رسېدلی.
په بلخ کې د طالبانو د والي دفتر ويلي، چې دا مرستندويه کاروان په ۲۰ باروړونکو موټرو کې د حیرتان سوداګريز ښارګوټي ته رسېدلی، چې پکې خوراکي توکي، درمل او طبي تجهيزات شامل دي.
د مالوماتو لمخې، دغه مرستې د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ځانګړي استازي، عصمتالله اېرګشوف، له لوري په بلخ کې د طالبانو چارواکو ته وسپارل شوې دي.
د دې مرستندويه محمولې د سپارلو په مراسمو کې، د بلخ والي محمد يوسف وفا، د ازبکستان د ځانګړي استازي عصمتالله اېرګشوف، د ازبکستان د سرخاندريا ولایت والي اولوغبېک قاسماف او د طالبانو يو شمېر نورو چارواکو ګډون درلود.
ويل شوي، چې دا ۴۰۰ ټُنه مرسته کې ۱۰ ډوله خوراکي توکي، درمل او طبي تجهيزات شته، چې د ازبکستان لهخوا افغانستان ته د بشردوستانه مرستو او همکاريو په چوکاټ کې لېږل شوې ده.
د بلخ ولایت مطبوعاتي دفتر مالوماتو لمخې، په دې مرستو کې ۹۶ ټُنه اوړه، ۲۲ ټُنه وريجې، ۲۰ زره قوطي د غوايي کنسرو غوښه، ۲۲ ټُنه بوره، ۲۰ زره ليټره د لمرګل غوړي، ۱۸۰ زره کڅوړې آش، ۴۰ ټُنه ماکاروني او ۱۶۹ ټُنه بېلابېل درمل او طبي تجهيزات شامل دي.
