کډوالي

پاکستان په یوه ورځ کې تر ۲۶۰۰  زیات افغان کډوال اخراج کړل

انځور- پاکستان څخه د ستنېدونکو کډوالو، ارشیف څخه

د کډوالو په چارو کې د طالبانو عالي کمیسیون وایي چې په تېره یوه ورځ کې (یکشنبه، د مرغومي ۷مه) پاکستان ۲۶۲۸ افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي.

د دغه کمیسیون د معلوماتو له مخې، په ورته وخت کې ۱۹۹ تنه نور له ایران څخه هم اخراج شوي دي؛ دا هغه اخراجونه دي چې ډېری یې په جبري توګه ترسره شوي دي.

د یادولو وړ ده چې دغه کډوال د تورخم، سپین بولدک، بهرامچې، اسلام قلعه او ابریشم پله له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان یوه ورځ وړاندې هم ۳۶۹۸ افغان کډوال په جبري او اختیاري توګه ایستلي وو.

افغانستان په وروستیو میاشتو کې د کډوالو د راستنېدو د کچې د پام وړ زیاتوالي شاهد دی. دا بهیر وروسته له هغه ګړندی شو چې پاکستان او ایران د هغو کډوالو د اخراج هڅې سختې کړې چې د استوګنې قانوني اسناد نه لري او له امله یې ګڼ شمېر افغانان د دغو هېوادونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د یونیسف د شمېرنو له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له ۲.۶ ملیونو څخه ډېر کسان افغانستان ته راستانه شوي چې لویه برخه یې ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې راستانه شوي کډوال د لومړنیو اړتیاوو له کمښت او سختې وچکالۍ سره مخ دي.