د ايران د بهرنيو چارو وزير،عباس عراقچي وايي، تهران تر اوسه په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی، خو سره له دې ايران اړ دی چې د ګډو ننګونو د مديريت لپاره په کابل کې له شته ادارې سره خبرې او اړېکې جاري وساتي.
د ايرنا خبري اژانس د راپور له مخې، عراقچي د شنبې په ورځ (۶ د جدي) د روسيې د «ميګيمو» پوهنتون کې د وينا په مهال ویلي، چې د ايران او افغانستان ترمنځ ګڼې ستونزې او ننګونې شته.
عباس عراقچي د پولو امنيت، د حقآبې موضوع، د نشهيي توکو قاچاق او کډوالۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ له مهمو اختلافي موضوع ګانو له جملې بللي.
د ايران د بهرنيو چارو وزير زياته کړه: «موږ اړ يو چې په افغانستان کې له موجوده حکومت سره خبرې وکړو، څو وکولای شو دا ننګونې مديريت او د ايران او افغانستان د دوو ملتونو ګټې خوندي کړو.»
عراقچي ټينګار وکړ، چې د افغانستان اوسنی حکومت يو موجود واقعيت دی، خو ايران اوس هم پر خپل دې دريځ ولاړ دی، چې د افغانستان ټول خلک بايد د يو حکومت په چوکاټ کې د خپل برخليک د ټاکلو حق ولري.
نوموړي د طالبانو سره د ايران د راتلونکو اړيکو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې تهران له سياسي او ډيپلوماتيکو تعاملاتو سره، تر اوسه د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی او د خبرو تګلاره يوازې د مسئلو د مديريت او د تاوتريخوالي د کمولو لپاره تعقيبوي.
له دې سره عراقچي د نړيوالو فشارونو پر وړاندې د ايران د بهرنۍ تګلارې په اړه وويل، چې تهران به له خپلو حقونو څخه شاتګ ونه کړي او د هغه څه پر وړاندې چې نوموړي د امريکا او لوېديځ «زورګويي» وبلله، سر ټيټ نه کړي.
په تيرو څلورو کلونو کې، ايران له طالبانو سره پراخ سياسي او اقتصادي تعاملات لرلي او په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت او قنسولګرۍ طالبانو ته سپارل شوې دي.
