د کډوالو په چارو کې د طالبانو عالي کمیسیون اعلان کړی چې په تېره یوه ورځ (جمعه، د مرغومي ۵مه) پاکستان ۲۶۱۳ افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي.
د دغه کمیسیون په وینا، په همدې موده کې ۱۱۷ نور کسان له ایران څخه هم په جبري او اختیاري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.
ویل کېږي چې دا کډوال د تورخم، سپین بولدک، بهرامچې، اسلام قلعه او ورېښمو پله له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې یوه ورځ وړاندې هم ایران او پاکستان ۳۴۰۱ افغان کډوال ایستلي وو، چې لویه برخه یې له پاکستان څخه راشړل شوي وو.
په وروستیو میاشتو کې افغانستان ته د کډوالو د راستنېدو لړۍ په بې ساري ډول ګړندۍ شوې ده. دا بهیر وروسته تر هغه چټک شو چې پاکستان او ایران د هغو افغان کډوالو پر وړاندې اقدامات سخت کړل چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) د شمېرو له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې تر ۲.۶ میلیونو ډېر کسان افغانستان ته راستانه شوي، چې لویه برخه یې ماشومان دي.
دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې راستانه شوي کډوال د لومړنیو اړتیاوو له سخت کمښت او د وچکالۍ له ناوړه اغېزو سره مخ دي.
