د پاکستان پوځ اعلان کړی چې د بلوچستان ایالت په “کوهلو” سیمه کې د یوې نښتې پر مهال د “بلوچ ازادي غوښتونکي پوځ” (بلا) پنځه غړي وژل شوي دي. پاکستاني پوځ دغه وسلهوال د «هند فتنه» بللي دي.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې (آی اس پي آر) په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، دا نښته د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې شوې ده.
په اعلامیه کې راغلي: «زموږ ځواکونو د ترهګرو پټنځای په سمه توګه کلابند کړ او تر سختې ډزې وروسته یې پنځه تنه ترهګر، چې د هند ملاتړ ورسره و، جهنم ته واستول.»
پوځ په دغه نښته کې د خپلو سرتېرو د احتمالي مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده چې له وژل شویو وسلهوالو څخه یې وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه کړي دي. د پوځ په خبره، دغو کسانو په سیمه کې په ګڼو ترهګریزو بریدونو کې لاس درلود.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې د حکومت مخالفو وسلهوالو ډلو پر امنیتي ځواکونو خپلو بریدونو ته زور ورکړی، چې په پایله کې یې لسګونه سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په ګډون لوړپوړي پاکستاني چارواکي افغان طالبان د دغو ډلو، په ځانګړې توګه د “تحریک طالبان پاکستان(ټي ټي پي) په ملاتړ تورنوي. خو طالبانو دا تورونه په وار وار رد کړي او ټینګار یې کړی چې د دغو بریدونو مخنیوی د پاکستان کورنۍ موضوع ده او دوی ورپورې تړاو نه لري.
