روسیې نن شنبه سهار وختي د اوکراین پر پلازمېنه کییف برید وکړ او په دغه ښار کې د سختو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. په کییف کې دفع هوا فعاله شوې او د اوکراین پوځ اعلان کړی چې د مقابلې لپاره یې توغندي ځای پر ځای کړي دي.
تر اوسه د دغه برید د ځاني تلفاتو او اوښتو مالي زیانونو د کچې په اړه جزییات نه دي خپاره شوي.
دا اقدام د روسیې له خوا تر هغې ناستې دوه ورځې وړاندې ترسره کېږي چې ټاکل شوې ولادیمیر زلنسکي په متحده ایالاتو کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري. په دغه لیدنه کې به د اوکراین پر وړاندې د روسیې د نږدې څلور کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې هوکړې پر جزییاتو بحث وشي.
د رویټرز خبري اژانس عیني شاهدانو ویلي چې په ښار کې دفع هوا په فعالیت بوخت ده او نا رسمي ټلګرام چینلونو هم د چاودنو خبر ورکړی دی. د اوکراین یوې پوځي سرچینې په ټلګرام کې ویلي چې په دغه برید کې له کروز او بالستیک توغندیو کار اخیستل شوی دی.
دا برید په داسې حال کې کېږي چې اوکراین، اروپایي او لوېدیځو مشرانو په تېرو اونیو کې د سولې د خبرو اترو څو پړاوونه ترسره کړي دي.
له دې وړاندې، د ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویتکاف، په برلین او امریکا کې د متحده ایالاتو د پلاوي او د اوکراین د ولسمشر ترمنځ خبرې اترې رغنده بللې وې او ټینګار یې کړی و چې کییف تر بل هر وخت زیات سولې ته نږدې شوی دی.
