د پولنډ وسله وال پوځ اعلان وکړ چې د کرسمس په سهار یې د بالتیک بحیرې پر سر د روسیې یوه جاسوسي الوتکه، چې د ناټو هوایي حریم ته نږدې شوې وه، په بېړني ډول تشخیص او له سیمې وشړله.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، پولنډي جېټ الوتکو هغه مهال په بېړني ډول الوتنه وکړه کله چې د روسیې یوې استخباراتي الوتکې د پولنډ سرحدونو ته نږدې په نړیوالو اوبو کې حرکت پیل کړ.
د پولنډ پوځ په خپله رسمي بیانیه کې ویلي چې د دوی پیلوټانو یاده الوتکه په لیدلو سره وپېژنده او تر هغې یې بدرګه کړه چې د ناټو د مسؤلیت له ساحې بهر شوه.
ورته مهال، پولنډي چارواکو خبر ورکړی چې تېره شپه له بیلاروس څخه هم ځینې مشکوک شیان د دوی خاورې ته داخل شوي وو، چې وروسته معلومه شوه دا “قاچاقي بالونونه” وو.
د دې پېښې له امله د شمال ختیځ پولنډ په “بودلاسکي” سیمه کې د لنډ وخت لپاره د ملکي الوتکو پر مخ هوایي حریم وتړل شو.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د روسیې او ناټو ترمنځ هوایي ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي. ناټو د پولنډ دا اقدام “مسلکي” بللی، خو امنیتي شنونکي وايي چې روسیه د کرسمس په څېر رخصتیو کې د ناټو د هوایي دفاعي سیستم د ارزیابۍ لپاره دا ډول پارونکي حرکات ترسره کوي. تر اوسه مسکو په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
