د کډوالو چارو کې د طالبانو عالي کمېسیون وايي چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د جبري اخراج په لړ کې په تېره یوه ورځ کې ۵،۰۴۵ تنه افغان کډوال د هېواد له بېلابېلو لارو بېرته خپل وطن ته راستانه شوي دي.
دطالبانو دکمیسیون په وینا له پاکستان څخه د جبري اخراج په لړ کې ټولټال ۵۸۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳،۲۱۵ تنه کېږي، د تورخم او سپین بولدک له لارې هېواد ته رالېږل شوې دي.
کمیسیون زیاتوي چې ۵۱۶ کورنۍ د تورخم او ۷۰ کورنۍ د سپین بولدک له لارې راغلي، چې د ثبت او ښه راغلاست کمېټو له لوري ټول راستانه شوي کسان ثبت او بایومیټریک شول او دغو کډوالو ته د نغدو پیسو او ټرانسپورټ ترڅنګ، ۷۰۵ عدده وړیا سیمکارتونه هم ورکول شوي دي.
دغه راز کمیسیون وايي چې ورته مهال له ایران څخه هم د افغانانو د ایستلو لړۍ روانه ده، چې په تېره یوه ورځ کې د نیمروز د ورېښمو لارې او هرات د اسلام کلا له لارې ۴۶ کورنۍ او ۱،۱۶۴ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
په نیمروز کې ثبت شویو کډوالو ته پر نغدي مرستو سربېره، د روغتیايي کمېټې له لوري د ۶۴۰ تنو تداوي شوې ده. له ایران څخه زیاتره راستانه شوي کډوال هم د ثبت او تثبیت له پروسې تېر شوي او اړمنو ته یې د مالي چارو کمېټې نغدي پیسې ورکړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو نړیوالو بنسټونو په خپلو تازه راپورونو کې ویلي، چې په وروستي یو کال کې له پاکستان او ایران څخه خوا اوشا دوه میلیونه افغانان دې هیواد ته راستانه شوي دی.
د دغو بنسټونو په وینا، ډېری دغه کډوال په داسې حال کې ایستل شوي چې په کوربه هېوادونو کې یې لسیزې تېرې کړې وې او اوس په افغانستان کې له “بشري بحران” سره مخ دي.
د کډوالۍ نړیوال بنسټ خبرداری ورکوي چې راستانه شوي کډوال د ژمي په موسم کې د سرپناه، پاکو اوبو او روغتیايي اسانتیاوو له جدي کمښت سره مخ دي. دغه سازمان وايي، افغانستان ته د کډوالو دومره لوی بهیر په داسې حال کې رامات دی چې د هېواد دننه د کاري فرصتونو نشتوالي او روان اقتصادي فشار د هغوی ژوند نور هم ستونزمن کړی دی.
د ملګرو ملتونو دغه ادارې په نړیواله ټولنه غږ کړی چې د راستنو شویو کډوالو د لاسنیوي لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
