د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانزیټي او سوداګریزو لارو د تړل کېدو له امله د هېواد د صادراتو، وارداتو او ترانزیټ کچه له ۴۰ تر ۴۵ سلنې پورې راکمه شوې ده.
مسوولینو ویلي، سوداګر اړ شوي چې د بدیلو لارو، لکه د ایران او د مرکزي اسیا د سوداګریزو دهلېزونو ته مخه کړي او د سوداګرۍ بدیلو لارو په توګه یې وکاروي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارو له تړل کېدو ۷۹ ورځې تېرېږي او په دې موده کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ هر ډول سوداګریزه راکړهورکړه په ټپه ولاړه ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، خانجان الکوزي، آمو ته ویلي چې شاوخوا ۱۲ زره باروړونکي موټر، چې د افغانستان د ترانزیټي سوداګرۍ توکي لېږدوي، په پاکستان کې بند پاتې دي.
هغه ویلي: «نږدې ۴۰۰ میلیونه ډالر زموږ او د پاکستان ترمنځ په سوداګرۍ کې کسر راغلی، چې ډېره برخه یې واردات دي. له بلې خوا زموږ ترانزیټ ډېر مهم دی، چې اوس په بشپړ ډول درېدلی او د نږدې ۱۲ زره کانټینرونو برخلیک لا هم روښانه نه دی.»
په ورته وخت کې، یو شمېر سوداګر وایي، چې د دې وضعیت دوام به په اوږدمهال کې د دواړو هېوادونو پر اقتصادونو ژورې منفي اغېزې ولري.
ورته وخت کې یو شمېر هېوادوال د خوراکي توکو، درملو او ساختماني موادو د بیو له لوړېدو شکایتونه لري او وایي چې د سوداګریزو لارو تړل کېدل د خلکو پر ورځني ژوند مستقیم اغېز لري.
