نړۍ

جېنیوا کې د ریګن او ګورباچف د لیدنې او خبرو ودانۍ پلور ته وړاندې

د روسیې دولتي خبري اژانس «ټاس» نن (سې‌شنبه) راپور ورکړی، چې د جېنیوا جهیل پر غاړه تاریخي ماڼۍ «فلور دو»، چې په ۱۹۸۵ کال کې د میخائیل ګورباچف او رونالټډ ریګن د لیدنې کوربه وه، د ۲۳ میلیونه سویسي فرانکو په بیه د پلور لپاره وړاندې شوې ده.

د سویس ورځپاڼې «بلیک» د راپور له مخې، چې ټاس د هغې له قوله ویلي، دغه ماڼۍ د ۱۹۸۵ کال د نومبر په ۱۹مه د شوروي اتحاد د کمونېست ګوند د هغه مهال د عمومي منشي او د امریکا د متحده ایالاتو د هغه مهال د ولسمشر د تاریخي لیدنې کوربه وه؛ هغه لیدنه چې د سړې جګړې د پای ته رسېدو د بهیر له مهمو زماني نقطو څخه بلل کېږي.

د دغو خبرو دوام وروسته لامل شو، چې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او د امریکا او شوروي اړیکې نوې مرحلې ته داخلې شي.

د راپور له مخې، دغه ماڼۍ ۱۲ خونې لري او مساحت یې شاوخوا زر متره مربع ته رسېږي.

دا ودانۍ په ۱۸۶۷ کال کې د یوه بانکدار په غوښتنه جوړه شوې وه او په ۱۹۹۶ کال کې د یوه نړیوال شرکت له‌خوا د ۲ اعشاریه ۴ میلیونه سویسي فرانکو په بدل کې پېرودل شوې ده.

د یادې ماڼۍ ترڅنګ، شاوخوا ۱۲ زره متره مربع د پارک ځمکه هم د پلور لپاره وړاندې شوې، چې د مون‌بلان غره ښکې منظره لري.

د دې ورځپاڼې د لیکنې په اساس، دا ملکیت د روان کال په مني کې هم د داوطلبۍ له لارې وړاندې شوی و، خو پېرېدونکی یې پیدا نشو کړلی.