افغانستان سوداګري

افغانستان کې د تولید شوو بطرۍ صادرات پېل شوي

د افغانستان د کورني صنعت له پراختیا خبر

د هرات لپاره د طالبانو د والي دفتر نن، د سې‌شنبې په ورځ، ویلي دي چې د هرات له صنعتي ښارګوټي څخه د بطریو د تولید لومړۍ جوپه، چې لس کانتینره توکي او نږدې ۴۰ زره ډالره ارزښت لري، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته صادره شوه.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د دغې محمولې د لېږد په مراسمو کې ادعا کړې، چې په تېرو څلورو کلونو کې د صنعت په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي او د کورنیو تولیداتو په برخه کې د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې ده.

په هرات کې د طالبانو ځایي ادارې هم دا اقدام د سیمې د اقتصاد د پیاوړتیا په لور یو مهم ګام بللی او ویلي یې دي، چې د صنعت‌کارانو ملاتړ او د تولید او صادراتو د پراختیا لپاره د اسانتیاوو برابرول د دغې ادارې د کاري لومړیتوبونو څخه دي.

د هرات صنعتي ښارګوټی په ۱۳۸۱ لمریز کال کې، د طالبانو د لومړۍ دورې د واکمنۍ له ړنګېدو وروسته جوړ شو او د شلو کلونو په موده کې شاوخوا ۲۰۰ فابریکو په کې تولیدي فعالیتونه پیل کړي دي.