افغانستان کډوالي

د جرمني حکومت له پاکستانه ۱۴۱ افغان پناه غوښتونکي دغه هېواد ته را انتقال کړل

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې له پاکستانه یې په یوه چارټر الوتنه کې ۱۴۱ افغان پناه‌غوښتونکي جرمني ته لېږدولي.

د دویچه‌وېله د راپور له مخې، دغه الوتنه د دوشنبې په ورځ (د جدي ۱مه) له اسلام‌اباد څخه د المان هانوفر هوايي ډګر ته ترسره شوې ده.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي، چې دغو کسانو ته په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د جرمني ائتلافي حکومت له‌خوا د منلو ژمنه ورکړل شوې وه او دا مهال د نیدرزاکسن ایالت ته لېږدول شوي دي.

ټاکل شوې ده، چې دغه پناه‌غوښتونکي په بل پړاو کې د جرمني په بېلابېلو ایالتونو کې ووېشل شي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، له لېږدول شویو کسانو څخه ۱۲۳ تنه د فدرالي منلو د پروګرام برخه دي او ۱۸ نور د جرمني بنسټونو پخواني ځایي کارکوونکي دي.

یادې ډلې له ۲۰۲۱ کال وروسته د امنیتي اندېښنو له امله افغانستان پرېښی و او تر څلورو کلونو انتظار وروسته له پاکستان جرمني ته را وستل شول.

پاکستان د روان میلادي کال تر پایه د دغو کسانو د منلو د بهیر د بشپړېدو لپاره مهلت ورکړی او خبر یې ورکړی، چې له هغې وروسته ښايي هغه کسان له هېواده وایستل شي، چې لا هم درېیم هېواد ته نه وي لېږدول شوي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې کابل ونیوه، چې له هغې وروسته د جرمني فدرالي حکومت ژمنه وکړه، هغه پخواني ځایي کارکوونکي او افغان وګړي ته پناه ورکړي، چې د خبریالۍ، بشري حقونو او قضايي نظام په څېر برخو کې د پخوانیو فعالیتونو له امله له ګواښ سره مخ دي.

خو د سوسیال‌ډموکرات، مسیحي‌ډموکرات او د بایرن د مسیحي‌سوسیال ګوندونو د ائتلافي حکومت په تړون کې ټینګار شوی، چې د افغانستان په ګډون داوطلبانه منلو پروګرامونه، تر ممکن حده ودرول شي او نوی پروګرام به نه پيلېږي.

سره له دې پرېکړې، یو شمېر افغان پناه‌غوښتونکو او د هغوی کورنیو د ویزې ترلاسه کولو توان موندلی؛ چې ځینو یې د جرمني په محکمو کې د عریضو له لارې دغه هېواد ته د ننوتلو حق ترلاسه کړی دی.