د کډوالو په چارو کې د طالبانو کمیسیون وایي چې تېره ورځ نږدې ۲۲۰۰ تنه له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغه کمیسیون په وینا، د دوشنبې په ورځ ۱۹۴۶ کډوال د تورخم، سپین بولدک او بهرامچې له لارو له پاکستان څخه افغانستان ته داخل شول.
په ننګرهار ولایت کې پر تورخم لاره، د ۲۲۹ کورنیو په ګډون شاوخوا ۱۲۰۰ تنه ثبت او بایومټریک شوي دي.
همدا راز په هلمند ولایت کې ۵۷ کورنۍ چې ۲۸۲ تنه کېږي، د بهرامچې له لارې راستنې شوې دي؛ دا کسان هم د ثبت او پذیرش ډلو له خوا تنظیم شوي دي.
په همدې موده کې، ۲۲۱ کډوال د هرات ولایت د اسلام کلا او د ورېښمو لارې له لارې له ایران څخه راستانه شوي دي.
د کډوالو کمیسیون اعلان کړی چې ټول راستانه شوي کسان د رارسېدو پر مهال د پذیرش او مرستې رسونې ډلو لخوا ثبت او وڅېړل شول.
له ایران او پاکستان څخه د بې اسناده کډوالو د اخراج د لړۍ په دوام، د راستنېدونکو کډوالو شمېر په بې ساري ډول زیات شوی دی.
د ملګرو ملتونو، د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې تر ۲.۶ میلیونو ډېر کسان افغانستان ته راستانه شوي چې ډېری یې ماشومان دي.
دې بنسټ خبرداری ورکړی چې راستانه شوي کسان د اړتیا وړ توکو له سخت کمښت او وچکالۍ سره مخ دي او ویلي یې دي چې اړمنو کورنیو د ملاتړ لپاره به روغتیايي کڅوړې او نورې مرستې چمتو کړي.
