سویلي آسیا

کرک کې ۵ پاکستاني پولیس په یوه وسلوال برید کې ووژل شول

انځور- ارشیف څخه

 

پاکستانۍ رسنۍ خبر ورکوي چې د خیبر پښتونخوا په کرک ولسوالۍ کې د پولیسو پر یو ګزمه‌ييز موټر وسله‌وال برید شوی، چې په پایله کې یې پنځه سرتېري وژل شوي دي.

د سیمې د پولیسو ویاند، شوکت خان تایید کړې چې دا پېښه نن سېشنبه د کرک په «ګرګوري» سیمه کې رامنځته شوې ده. هغه وویل چې په دغه برید کې وژل شوي ټول سرتېري ټیټ رتبه کسان دي.

د پولیسو په وینا، په وژل شویو کې شاهد اقبال، سمیع الله، عارف، صفدر او د موټر چلوونکی محمد ابرار شامل دي. د پېښې له ځایه په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې د پولیسو موټر په بشپړ ډول سوځېدلی دی.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف دغه برید په کلکو ټکو غندلی او د وژل شویو سرتېرو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي ښودلې ده.

 نوموړي ویلي چې د پولیسو سرښندنې به هېرې نه کړي او د ترهګرۍ تر بشپړ ختمولو به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

اوسمهال په سیمه کې د ضلعي پولیسو د مشر (ډي پي او) په مشرۍ پراخ چاڼیز عملیات پیل شوي، ترڅو بریدګر ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې په خیبر پښتونخوا، په ځانګړې توګه لکي مروت او شاوخوا سیمو کې په دې وروستیو کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوي دي؛ تېره اوونۍ هم په لکي مروت کې یو پولیس او د هغه ورور په ورته برید کې وژل شوي وو.