سویلي آسیا

پاکستان سبا خپل ملي هوايي شرکت «پي‌ آی اې» پلوري

انځور: د پي‌ آی اې له رسمي پاڼې څخه

د پاکستان د خصوصي کولو کمېسیون د رسمي معلوماتو له مخې، د دغه هېواد حکومت پرېکړه کړې چې سبا د سې شنبې په ورځ د پاکستان د ملي هوايي شرکت «پي‌ آی اې» ۷۵ سلنه ونډې د یوې پرانیستې داوطلبۍ له لارې وپلوري.

کمیسیون وايي دا اقدام د نړیوال وجهي صندوق (آی ایم ایف) د هغو سختو شرطونو د عملي کولو یوه برخه ده چې پر بنسټ یې اسلام‌اباد اړ دی د مالي ثبات د ترلاسه کولو او د نویو پورونو د خلاصولو لپاره، خپل زیانمن دولتي شرکتونه خصوصي کړي.

نړیوال بانک  او د اسیا پراختیايي بانک په خپلو وروستیو راپورونو کې د پاکستان مالي وضعیت “نازک” بللی دی.

د دغو بنسټونو د ارزونې له مخې، «پي‌ آی اې» په یوازې ځان د پاکستان د دولتي بودیجې پر سر یو له سترو مالي بارونو څخه دی، چې پورونه یې تر ۸۰۰ ملیارده کلدارو اوښتي دي.

 نړیوال بانک په خپل تحلیل کې ټینګار کړی چې د دغه شرکت د عملیاتي زیانونو پوره کول د پاکستان مالي کسر په کال کې په بې‌ساري ډول زیاتوي او د حکومت د پرمختیایي پروژو مخه نیسي.

په ورته وخت کې، د «موډیز» او «فیچ» په څېر د نړۍ د معتبرو مالي ارزونې ادارو په خپلو وروستیو تحلیلونو کې ویلي چې پاکستان د اسعارو د ذخیرو له کمښت او د انفلاسیون له جدي بحران سره مخ دی.

 د دغو بنسټونو په وینا، د پاکستان د پولي واحد (کلدارې) د ارزښت ټیټېدل او د پورونو د تادیې د مهالوېش رانږدې کېدل د دې لامل شوي چې دغه هېواد د خپلو ملي شتمنیو پلورلو ته چټکتیا ورکړي.

د نړیوال وجهي صندوق (آی ایم ایف) په وینا، د دولتي سکټور اصلاحات او د پي‌ آی اې په څېر د ادارو خصوصي کول د پاکستان د اقتصاد د ژغورلو لپاره یوازینۍ لار ده.

د سبا ورځې په داوطلبۍ کې درې لوی کنسورشیمونه یا د پانګوالو ډلې په سیالۍ کې پاتې دي چې خپل نرخونه به د کمېسیون له خوا د ټاکل شوي «بنسټیز قیمت» په پام کې نیولو سره وړاندې کړي.

د پاکستان د خصوصي کولو کمېسیون ویلي چې دا پروسه به د نړیوالو معیارونو سره سم په بشپړه توګه شفافه وي او په ژوندۍ بڼه به خپره شي، ترڅو د نړیوالو مالي ادارو او پور ورکوونکو باور بېرته ترلاسه کړي او د هېواد د اقتصاد د بشپړې ویجاړۍ مخه ونیسي.