کډوالي

د ایران پولیسو په زاهدان کې تر ۴۰۰ ډېر افغان کډوال ونیول

انځور- ارشیف څخه

د ایران پولیسو په تېره یوه اونۍ کې په دغه ښار کې ۴۳۷ تنه افغان کډوال نیولي دي. ایراني چارواکي بې اسناده افغان کډوال «غیرمجاز بهرني اتباع» بولي.

د ایران د زاهدان ښار د انتظامیې قوماندان، حمید نوري ویلي چې دغه کډوال د «ټولنیز امنیت د لوړولو طرحې» په چوکاټ کې له ښار څخه «راټول» کړل شوي دي.

 د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړي په یوه خبري ناسته کې ویلي: «په زاهدان کې د تېرې یوې اونۍ په ترڅ کې د عامه رضایت د ترلاسه کولو او بېلابېلو جرمونو سره د مبارزې په موخه د ټولنیز امنیت د لوړولو طرحه پلې شوه.

 په دغه موده کې پولیس و توانېدل چې ۱۳۵ تنه غله، ۴۷۲ تنه په نشو روږدي کسان، ۴۳۷ تنه غیرمجاز بهرني اتباع او ۵۴ تنه د مخدره توکو پرچون پلورونکي ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ هم ایراني پولیسو په یزد او زاهدان ښارونو کې ۱۲۰۷ افغان کډوال نیولي وو، چې له ډلې یې ۷۵۰ تنه په یزد او ۴۵۷ نور په زاهدان کې نیول شوي وو.

ایران په دې وروستیو کې، په ځانګړې توګه اسرائیلو سره له دولس ورځنۍ جګړې وروسته، د افغان کډوالو د نیولو او اجباري ایستلو لړۍ خورا ګړندۍ کړې ده. که څه هم تر دې وړاندې ایراني رسنیو راپور ورکړی و چې د دغې لړۍ په تېزېدو سره د تهران په ګډون په بېلابېلو ښارونو کې د کارګرانو له کمښت سره مخ شوي، خو دغه هېواد لا هم د کډوالو پر ایستلو ټینګار کوي.

د یادونې وړ ده چې ایران هره ورځ په منځني ډول شاوخوا ۳۰۰۰ افغان کډوال باسي چې د رسمي راپورونو له مخې، د دغو اخراجونو ډېری برخه په اجباري ډول ترسره کېږي.

 د ایران دغه اقدام که څه هم د نړیوالو سازمانونو او د کډوالو د حقونو د مدافع ډلو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی، خو ایران لا هم دغې لړۍ ته دوام ورکوي.