سویلي آسیا

پاکستان وايي هند د “اوبو جګړه” بیا پیل کړه؛ هند یې بې نسټه تورونه بولي

پاکستنۍ رسنۍ جیونیوز د دې هیواد د لوړ پوړو چارواکو له خولې خبر ورکوي چې هند د ژمي په موسم کې د چناب سیند د اوبو د جریان په غیر نورمال ډول کنټرولولو سره یو ځل بیا د “اوبو جګړه” توده کړه.

پاکستاني چارواکي وايي، هند د سیندونو د اوبو له نړیوال تړون څخه په سرغړونې سره، لومړی په ناڅاپي ډول اته پنځوس زره کیوسیکه اوبه خوشې کړې او وروسته یې د اوبو کچه په بې ساري ډول له اته سوه اویا څخه تر زر کیوسیکو پورې راکمه کړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، طاهر حسین اندرابي وویل چې د بګلیهار بند له لارې د اوبو د جریان دغه ناڅاپي بدلون د پاکستان کرنه او خوراکي خوندیتوب له خطر سره مخ کړی دی.

 د حکمیت نړیوالې محکمې هم د دوه زره پنځه ویشتم کال د اګسټ په پرېکړه کې د هند دغه ډول کړنې د “اوبو وسله‌وال کول” بللي دي.

پاکستاني چارواکي ټینګار کوي چې د سیندونو د اوبو تړون لا هم پر خپل ځای دی او هند نه شي کولای په یو اړخیز ډول یې وځنډوي. د پاکستان د ملي امنیت شورا تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې د هند لخوا د اوبو هر ډول غیر قانوني بندول به د “جګړې اعلان” وګڼل شي.

بل لور ته، هندي چارواکو او رسنیو د پاکستان وروستۍ ادعاوې رد کړې او هغه یې بې بنسټه بللي دي.

 نوي ډیلي ټینګار کوي چې د چناب سیند پر سر د برېښنا د تولید بندونه د اوبو د لګولو لپاره نه دي، نو ځکه د اوبو د ضایع کېدو یا د جریان د دایمي بندېدو پوښتنه نه پیدا کېږي.

هندي لوری استدلال کوي چې د ژمي په موسم کې په سیندونو کې د اوبو د کچې بدلون یو طبیعي امر دی چې د غرو په څوکو کې د واورې د ورښت او سړو له کچې سره مستقیم تړاو لري.

 د هند حکومت تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی و چې د پاکستان لخوا د دوامداره ناسمو تورونو او د امنیتي اندېښنو له امله، دوی غواړي د سیندونو د اوبو پر تړون له سره بیاکتنه وکړي او د اوبو د معلوماتو شریکول یې د خپلې ملي ګټې او امنیت پورې تړلي بللي دي

د هند او پاکستان ترمنځ د اوبو پر سر شخړه د نولس سوه اووه څلوېښتم کال له وېش سره سم پیل شوې، چې د نړۍ یو له تر ټولو پخوانیو او جدي اوبیزو لانجو څخه ګڼل کېږي. دا شخړه د نولس سوه شپېتم کال د “سیندونو د اوبو تړون” له لارې، چې د نړیوال بانک په منځګړیتوب لاسلیک شو، تر یوه بریده مهار شوه.

 د دغه تړون له مخې د دریو ختیځو سیندونو (سټلج، بیاس او راوي) اوبه هند ته او د دریو لویدیځو سیندونو (سیند، جهلم او چناب) اوبه پاکستان ته ورکړل شوې.